په کثیر القومي پاکستان کې د رېفرنډم ګټه د پوځ او پنجاب وي
Pashto Washington
editor
واشنګټن - په پاکستان کې د بې سارې واک اختیار مالک مارشل عاصم منیر او پوځ ته وفادار سیاسي شخصیتونه او خبریالان د نویو صوبو د جوړولو لپاره د رېفرنډم لاره غوره ګڼي خو په کثیر القومي پاکستان کې د رېفرنډم نتیجه یوازې د هغه قام او ادارې په ګټه تمامېږي چې زیاته ابادي او طاقت لري.
حکومتي رسمي شمېرو کې په پاکستان کې د پنجاب صوبې ابادي د پاتې درېو صوبو - پښتونخوا، سند او بلوچستان د ابادۍ نه نیم په نیمه زیاته ده. دا ښيي که يوازې پنجاب صوبه هم په ممکنه رېفرنډم کې د مارشل منیر د پلان ملګرتیا وکړي نو په پاکستان کې په قامي شناخت جوړې تاریخي څلور صوبې به د مارشل منیر، د لا تر اوسه ناڅرګنده، خواهش په حساب په تبرګي ټوټې ټوټې شي.
د صوبو ټوټې کولو شاته د پوځ لاس هر چا ته ښکاري او په پوځ کې هم د پنجاب صوبې اوسېدونکي، پنجابیان، د پښتون، سندهي او بلوڅ په مقابله کې، د امریکا د رپوټونو تر مخه، نزدې ۸۰ فیصده زیات دی. په پوځ کې د پنجاب دغه بې تولې استازیتوب هم د رېفرېنډم ممکنه نتیجه لا نوره د پوځ او پنجاب په ګټه بیايي.
دا خبره به سمه نه وي چې پنجاب کله د پوځ یا پوځي تګلارو پر ضد ولاړ پاتې شوی نه دی خو د پنجاب دا قسمت ښه دی چې دا خوښي (یا چایس) لري چې د پوځ د کومې تګلارې ملاتړ وکړي او د کومې مخالفت وکړي. پنجابي سیاسي مشران که پوهېږي چې د اوسنیو صوبو وېش د پنجاب په ګټه تمامېږي نو هغوي بیا کم عقل نه دي چې د پښتون، سندهي یا بلوڅ د ګټې لپاره د پوځ پر ضد ودرېږي.
البته، تر اوسه معلومه خبره دا ده چې د رېفرنډم ملاتړي شخصیتونه پنجابي او اردو ژبي سیاستمداران دي. دغه رنګ په مېډیا کې هم د صوبو د وېش ملاتړ پنجابي او اردو ژبي خبریالان کوي. ځېني خبریالان خو د صوبو د ویشلو مخالف سیاسي مشران د پوځ نه د وېرولو هڅې هم کوي. او د دې هر څه د پاسه، مارشل منیر، او ورپسې نور جنرېلان هم پنجابیان دي.
د صوبو د ټوټې کولو پټ پلان او د رېفرنډم تت مېکانېزم:
د رېفرنډم په مېکانېزم باندې هېڅ تفصیل نشته. او نه دا معلومه ده چې که ولسي رایې د پوځي پلان ملاتړ وکړي نو د صوبو وېش به څنګه کېږي؟
دا پوښتنې دا وېره پېدا کوي چې کېدای شي د رېفرنډم د نتیجو وروسته، پوځ د پښتونخوا او بلوچستان ځېني سیمې د پنجاب د زیاتې ابادۍ لرونکو سیمو سره په داسې طریقه یو ځای کړي چې پښتانه، بلوڅان او یا ان تر دې چې سندیان به ورکې اکثریت بایلي، خو د هغوی د خاورې ډېره برخه، وسایل لکه د بجلۍ جوړولو پروژې یا د معدنو، اقتصاد، زراعت او نورو وسایلو ډکې سیمې د پنجابیانو په اکثریت بدلو شوو نوو صوبو ته ورواړوي.
د پوځ او ریاست د نیت په اړه دا وېره ځېنو سیاسي مشرانو هم څرګند کړې ده. که پوځ دغه ډول پلان لري نو اوسنی پنجاب به لا نور غټ شي او د وړو صوبو اوسېدونکي پښتانه، بلوڅان او سندهیان به د اختیار بایللو سره سره وسایل او په خپله خاوره اکثریت هم بایلي.
بله خبره—دا هم معلومه نه ده چې د رېفرنډم نتیجه به په ولسي کچه او که په صوبایي کچه شمارل او منل کېږي؟
که پنجاب د رېفرنډم ملاتړ وکړي او سند او پښتونخوا یې مخالفت وکړي، خو عمومي ولسي رایې د صوبو د ټوټې کولو په حق کې وي نو د پښتنو او سندیانو مخالف اکثریتي رایې به څه قانوني ځای نیسي او ایا مطلب به یې دا وي چې پنجاب به ویشل کېږي او پاتې دوه یا درې صوبې به په ځای پاتې کېږي؟ د دې ټولو پوښتنو ځوابونه نشته.
دا خبره هم سپینه نه ده چې که نوې صوبې جوړېږي نو په مرکز (اسلام اباد) باندې د بلوچستان د ګېس او د پښتونخوا د بجلۍ (برق) د پاتې پیسو او په راتلونکې کې د ګېس، بجلۍ او د معدنو ګټې به څنګه ویشل کېږي.
د لرې کړل شوي وزير اعلا سهيل افريدي د وينا ترمخه مرکز د بجلۍ د ګټې (هايډل نېټ پرافېټ) په برخه کې د پښتونخوا نزدې 220 بيلينه روپۍ قرضدارے دے خو ځېني سياسي او اقتصادي پوهان دعوه کوي چې د اصل قرض شمېره د ورکړل شوو شمېرو نه ډېره ده.
د پښتونخوا د تېلو او ګېس د پيداوار ګټه د يوې لوظنامې لاندې د صوبې او د وفاق ترمنځ نيم په نيمه ده خو نه په پښتونخوا کې د پيدا کېدونکو خام تېلو د پاکولو کارخانې شته او نه هم په جنوبي ضلعو کې د راوتونکي ګېس کومه ګټه لا تر اوسه نېغ په نېغه د پښتونخوا خلکو ته رسېدلې ده.
دغه حال د بلوچستان هم دی. د بلوچستان د ګېس د ګټې په اړه کره شمېرې نشته او بېلابېلې سرچینې ښیي چې مرکز د ګېس په برخه کې د بلوچستان نزدې ۶۰ اربه روپۍ قزضداری دی. یادې شمېرې په حکومتي کچه کمې یا زیاتې هم کېدای شي.
نامه د ریفرنډم، خو نتیجه د پوځ د خوښې:
د پاکستان تاریخ کې رېفرنډمونو همېش د پوځي واکمنانو خواهش پورا کړی دی. د دې هېواد پوځي واکمنانو څو ځله د ولسي رایې (رېفرنډم) په نوم داسې سیاسي ګټې ترلاسه کړي چې د هغوی د واک د دوام او د سیاسي مخالفانو د کمزوري کولو لپاره یې کار ورکړی دی.
په ۱۹۶۰ کال کې جنرل ایوب خان د شاوخوا ۸۰ زره بیسک ډیموکراټانو په ټاکنیز کالج کې د رېفرنډم د لارې ۹۶ فیصده نه زیاتې رایې واخیستې او د پینځو کالو لپاره ولسمشر جوړ شو.
په ۱۹۸۴ کال کې جنرال ضیاالحق ریفرنډم ترسره کړ چې د مخکې نه د اسلامي هېواد پاکستان څېره لا نوره اسلامي کړي خو اصل حدف یې د خپل پوځي واک غځول وو. د یاد رېفرنډم په مېکانېزم پورې خنداګانې کېدلی ځکه چې جنرل ضیاالحق ځان او اسلام یو بل سره تړلي وو او ناقدینو وېل چې خلکو دوېم ځلي، دریم ځلي او څلورځلي رايې اچولې وې چې پوځي واکمن وښايي چې څومره لوی ملاتړ لري. په هغه رېفرنډم کې نتیجو وښودل چې ۹۸ فیصده خلکو د جنرل ضیا ملاتړ کړی وو.
جنرال پروېز مشرف هم په ۲۰۰۲ کال کې د خپلې ولسمشرۍ د پنځه کلن تمدید لپاره ریفرنډم ترسره کړ.
مشرف په دغه ریفرنډم کې د ۹۷.۵ سلنې رایو د ترلاسه کولو ادعا وکړه، خو د رایو د بهیر په اړه پراخې نیوکې وشوې. څارونکو او د بشري حقونو سازمانونو د جعلي رایو، د رایه ورکوونکو د پېژندنې د اصولو ماتولو، څو ځله رایه ورکولو، د دولتي کارکوونکو د فشار لاندې راوستلو او نورو بې نظمیو راپورونه ورکړل.
د پاکستان په سیاسي تاریخ کې ریفرنډمونه ډېر ځله د ولس د ارادې د معلومولو پر ځای د هغو واکمنانو د ارادې د تایید لپاره کارول شوي چې د هېواد د سیاسي او امنیتي نظام اصلي واک په لاس کې لري.
له همدې امله، د نویو صوبو په اړه د ریفرنډم وړاندیز یوازې یوه اداري موضوع نه ده. دا د داسې پوځ د اعتبار ازموینه هم ده چې په تېرو وختونو کې یې د انتخاباتو او ولسي رایو نتیجې د ځان او ادارې د ګټې لپاره بدلې کړي دي.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
