خیبر پښتونخواپاکستان
پښتنوخوا کې ځانمرګي برید کې پینځه پولیس او ۱۱ نور کسان وژل شوي
AM
Arshad mohmand
reader
پېښور—د نارامه خېبر پښتونخوا په کوهاټ کې د جمعې په ورځ په پولیسو باندې ځانوژونکي برید کې د پینځو پولیسو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي دي.
وروستي رپوټونه وايي حمله د جومات خوا ته د پولیسو په دفتر شوې ده. پاکستاني مېډیا وايي د حملې پړه د پخواني حکومت پلوه حافظ ګل بهادر ډلې، اتحادالمجاهدین، منلې ده.
د پولیسو یو بیان وايي چې برید د پولیسو په مرکز کې په جومات شوی وو او وروسته بیا نورو وسله والو ډزې پېل کړې. د پولیسو په وینا نزدې ۵۰ کسان ژوبل شوي دي.
د پاکستان پوځ پرون ویلي وو چې په پښتونخوا کې په بله حمله کې پرون شپږ پوځیان هم وژل شوي وو. پوځ ویلي وو چې د سپټمبر د ۱۵مې تر ۱۷مې پورې یې په عملیاتو کې لس وسله وال هم وژلي دي.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
