که ډېموکرېټان کانګرس وګټي نو ټرمپ د پلټونو سره مخ کېدای شي
Pashto Washington
editor
واشنګټن — په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو یوه ورځ وړاندې، د واشنګټن پوسټ یو رپوټ وايي ډېموکرېټان پلان لري چې که ټاکنو کې د کانګرس لږ تر لږه د یوې جرګې کنټرول ترلاسه کړي، نو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ، د هغه د کورنۍ او ادارې په اړه یو لړ پراخ تحقیقات به پیل کړي.
رپورټ وايي ښايي تحقیقات د ټرمپ د کورنۍ سوداګریز فعالیتونه، د ګټو احتمالي ټکر، د کډوالۍ د قوانینو پلي کول، په فېډرالي حکومت کې بدلونونه، له سیاسي مخالفانو سره چلند او د بهرني سیاست مدیریت وڅېړي.
ډېموکرېټان همدارنګه غواړي د خصوصي شرکتونو، پوهنتونونو، حقوقي شرکتونو او نورو بنسټونو سره د ټرمپ د ادارې معاملې وڅېړي.
د واشنګټن پوسټ رپوټ وايي یو شمېر شرکتونه کانګرس ته د احتمالي حساب کتاب ورکولو په تمه خپل اسناد ارزوي او له وکیلانو سره سلا مشورې کوي.
تمه ده چې که د کانګرس نقشه بدلېږي نو ډېموکرېټان به د دغو شرکتونو نه اسناد وغواړي، د ادارې چارواکي به پوښتنو ته راوبولي او دا به وڅېړي چې ایا دولتي سیاستونو او قراردادونو د ټرمپ سیاسي متحدینو یا د هغه د کورنۍ ګټې خوندي کړې دي که نه.
رپوټ وايي تحقیقات ښايي له حقوقي او سیاسي خنډونو سره هم مخ شي. د ټرمپ اداره ممکن د اسنادو او شاهدۍ د وړاندې کولو د غوښتنو پر وړاندې ودرېږي. کانګرس ته د حاضرېدو په اړه اختلافونه هم ښايي اوږدې قضايي شخړې رامنځته کړي.
د واشنګټن پوسټ په وینا، حقوقي کارپوهان خبرداری ورکوي چې اداره ښايي د تحقیقاتو د ځنډولو هڅه وکړي، چې په پایله کې به یې اغېز تر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مخکې محدود پاتې شي.
د ټاکنو یوه ورځ وړاندې ګڼو نظرپوښتنو د کانګرس د استازو جرګې (هاوس) او سېنټ لپاره د ډېموکرېټانو د بریا اټکل کړی خو دا نظر پوښتنې احتمالي غلطي هم لري.
رپوټ وايي وایټ هاوس د ډېموکرېټانو دغه پلانونه رد کړي او تور یې پورې کړی چې ډېموکرېټان د امریکایانو د ژوند د ښه کولو پر ځای د سیاسي انګېزو له مخې تحقیقات غواړي. د ادارې چارواکو ویلي چې هر ګوند د کانګرس کنټرول ترلاسه کړي، دوی به د څارنې غوښتنو ته ځواب ووایي.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
