ټرمپ له ماتې وروسته: که خپله نوماند وای نو اکثریت به یې ګټلی وو
Pashto Washington
editor
واشنګټن — د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د منځمهالو ټاکنو د حېرانونکې ماتې وروسته په خپلې ټولنیزې شبکې، ټروت سوشل، ویلي: زه په ټاکنو کې نوماند نه وم، که وای، موږ به په غوڅ اکثریت ګټلې وای.
ټرمپ د نهې/سېشنبې په شپه فاکس نیوز سره په ټیلیفوني مرکه کې وویل چې د پایلو په لیدو لږ حیران شوی او تمه یې لرله چې جمهوري غوښتونکي (ریپبلېکن) به تر دې ښه نتیجه ترلاسه کړي. هغه د ډیموکرېټانو د انتخاباتي مبارزې ستاینه هم وکړه او ویې ویل چې له هغوی سره کار کولو ته چمتو دی.
خو ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چې که ډیموکرېټان داسې قوانین کانګرس ته وړاندې کړي چې د ده په وینا د منلو وړ نه وي، ویټو به یې کړي. هغه د ټاکنو له ماتې وروسته د خپلې کابینې د بدلون احتمال هم رد کړ.
ډېموکرېټانو د ۲۰۲۶ کال په منځمهالو ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو کنټرول ترلاسه کړی او جمهوري غوښتونکو په څو هغو ایالتونو کې هم خپلې څوکۍ بایللې چې په دودیز ډول د دوی د ملاتړ مرکزونه ګڼل کېږي.
په امریکا کې د ای-پي او نورو لویو خبري ادارو د خبرونو او غېر رسمي شمېرو تر مخه تر اوسه په سېنټ کې د ډېموکرېټانو شمېر ۵۴ ته رسېدلې او د دواو ریاستونو (ایالتونو) الاسکا او مېسېسېپي نتیجې اعلان شوې نه دي. دغو دواړو ایالتونو کې د ډېموکرېټانو او ریپبلېکن ګوند د نوماندانو تر منځ ډېره سخته مقابله روانه ده او امکان دی چې ګټه یا تاوان به په ډېرو لږو وټونو کېږي.
د استازو جرګې لپاره غېر رسمي نتیجې ښيي چې ډېموکرېټانو تر اوسه ۲۲۸ څوکۍ ګټلي. د استازو جرګه کې ټول ۴۳۵ غړي وي او د اکثریت لپاره ۲۱۸ څوکۍ پکار وي.
ډیموکرېټانو په جمهوري غوښتونکو ایالتونو کې بریاوې ترلاسه کړي:
ډیموکرېټانو په ټکساس، کانزاس، آیوا، مېن، اوهایو، شمالي کارولاینا او جنوبي کارولاینا کې د سنا مهمې څوکۍ وګټلې.
په ټکساس کې جېمز ټالاریکو، په کانزاس کې ادم هېملټن او په جنوبي کارولاینا کې اېني اېنډروز د سنا ټاکنې وګټلې. په اوهایو کې پخواني سناتور شېرډ براون هم بېرته سنا ته لاره وموندله.
په يادو ایالتونو کې په تېرو څو انتخاباتو کې هم ریپبلېکن ګوند رایې ګټي. ولسمشر هم په دغو ایالتونو کې دوه کاله وړاندې په غټ اکثریت رایې ګټلې وې.
ټاکنې به د ټرمپ پر ولسمشرۍ څه اغېز ولري؟
د کانګرس په دواړو مجلسونو کې د ډېموکرېټانو د اکثریت معنا دا ده چې دوی به کولای شي چې د ولسمشر ټرمپ د حکومت پر فعالیتونو څېړنې وکړي، د ادارو چارواکي د پوښتنو لپاره راوبولي او د هغه د ځینو نوماندانو او قوانینو مخه ونیسي.
ډیموکرېټانو ویلي چې د ټرمپ د ادارې د کړنو، د حکومتدارۍ او د هغه د کورنۍ او متحدانو د مالي چارو په اړه به څېړنې وکړي.
د اسوشیټیډ پرېس د رایه ورکوونکو د نظرپوښتنې له مخې، د ژوند د لګښتونو لوړوالی، ګراني، له ایران سره جګړه او د فساد په اړه اندېښنې د ټاکنو له مهمو اغېزناکو موضوعاتو څخه وې. شاوخوا ۷۰ سلنه رایه ورکوونکو غوښتل چې کانګرس دې د ولسمشر پر واکونو لا زیات نظارت او کنټرول ولري.
خبر لرئ
هره ورځ مهمې کیسې خپل بریښنالیک ته ترلاسه کړئ.
